اسد قیصر: جګړه د حل لار نه ده، یوازینۍ لاره سیاسي تفاهم دی

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرکزي غړي او د ملي اسمبلۍ پخواني مشر اسد قیصر افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د پاکستان او افغانستان سوله یو له بل سره تړلې ده او تر هغې چې دواړه هېوادونه په ګډه د ستونزو د حل لارې ونه لټوي، سیمه به له کړکېچ او بې‌ثباتۍ سره مخ پاتې شي.

اسد قیصر له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې تحریک انصاف ګوند د یوې لويې جرګې د جوړولو پلان لري، څو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته شي او شته ستونزې د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي.

هغه زیاته کړه: «موږ غواړو د ولسونو ترمنځ د دوستۍ فضا پیاوړې کړو. جګړه هېڅکله د حل لاره نه شي کېدای. دواړه هېوادونه اړ دي چې د ګډو هڅو له لارې سولې ته ورسېږي.»

نوموړي د پاکستان پر مرکزي حکومت هم نیوکې وکړې او ویې ویل، چې د اوسني حکومت پالیسۍ سمې نه دي، بلکې د خلکو د غوښتنو او واقعي اړتیاوو سره سمون نه لري.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د هېوادونو ترمنځ خبرې اترې د مرکزي حکومتونو مسوولیت دی، وویل: «مونږ یو سیاسي ګوند یو او خلکو رایه راکړې ده. زموږ مسوولیت دی چې د خلکو استازولي وکړو او د طالبانو سره د ستونزو د حل لپاره دایمي لاره ولټوو.»

اسد قیصر په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل، چې په پاکستان کې یې د طالبانو له سفیر سره هم لیدلي. د هغه په وینا، د طالبانو استازي ورته څرګنده کړې چې هغوی نه غواړي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکارول شي، خو دا هم مني چې د طالبانو د حکومت کورنۍ ستونزې ډېرې دي او د حل لپاره یې نړۍوالو او سیمه‌ییزو همکاریو ته اړتیا لري.

قیصر باور څرګند کړ، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې لپاره د منځګړیتوب یوه پراخه کړنلاره مهمه ده. هغه په ځانګړي ډول د چین، سعودي عربستان او د ملګرو ملتونو رول یاد کړ او ویې ویل: «که دا دوستان د منځګړتوب مسوولیت واخلي، نو دواړه هېوادونه کولای شي خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. د جګړې پر ځای یوازې تفاهم او ډیالوګ د تلپاتې سولې لاره هوارولی شي.»

د تحریک انصاف ګوند دغه مشر په پای کې ټینګار وکړ، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې یوازې د دولتونو نه، بلکې د ولسونو د ګډ برخلیک یوه برخه ده. د هغه په خبره، که دواړه هېوادونه سوله ییزې لارې غوره کړي، نه یوازې به په سیمه کې د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي، بلکې د اقتصادي او ټولنیزو همکاریو نوې دروازې به هم پرانېستل شي.

نور خبرونه

رادیو