د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف سبا (پنجشنبه) له نیویارک څخه واشنګټن ته سفر کوي، څو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیارغونې په لړ کې مهمه بلل کېږي.
شهباز شریف دا مهال د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې نوموړي د سې شنبې په ورځ د ټرمپ او د اتو اسلامي ـ عربي هېوادونو د مشرانو تر منځ له یوې غونډې وروسته له ټرمپ سره لنډې غېررسمي خبرې کړي دي.
د راپورونو له مخې، شهباز شریف به سبا واشنګټن ته ولاړ شي او له ټرمپ سره تر لیدنې وروسته به بېرته نیویارک ته ستون شي، څو خپله دنده د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې پر مخ یوسي.
دا به په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د لومړي وزیر او د امریکا د ولسمشر تر منځ له ۲۰۱۹ کال راهیسې کله چې پخواني لومړي وزیر عمران خان د ټرمپ په بلنه واشګټن ته سفر کړی و، لومړنۍ رسمي لیدنه وي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د پاکستان په لور بشپړ سوړ چلند غوره کړی و او هېڅکله یې د پاکستان له لومړي وزیرانو سره ان په ټلیفون خبرې نه وې کړي، خو د روان کال له جنورۍ راهیسې چې ټرمپ بیا ولسمشر شو، د واشنګټن او اسلاماباد په اړیکو کې یو ناڅاپي بدلون لیدل کېږي.
د سهشنبې په ورځ شهباز شریف او د هغه د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ټرمپ په کوربهتوب د اسلامي ـ عربي مشرانو په غونډه کې ګډون کړی و. د غونډې وروسته د ټرمپ او شهباز شریف تر منځ د لاس ورکول او لنډې خبرې هم شوې دي.
شنونکي وایي، چې د پنجشنبې لیدنه به د پاکستان او امریکا تر منځ د تېر جون پر هغه تماسونو ولاړه وي، کله چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره په ځانګړې کتنه کې ولیدل.
پاکستاني چارواکي تمه لري، چې په دې لیدنه کې به د دواړو هېوادونو پر اړیکو، د سیمې او نړۍوالو مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د سوداګرۍ پر فرصتونو خبرې وشي.
له دې سره، څېړونکي وایي چې که څه هم ټرمپ د اسلاماباد د ښکېلتیا لېوالتیا ښيي، خو د اړیکو د بیارغونې بهیر لا هم د پوره ډاډ وړ نه دی.