د پاکستان پخوانی کونسل: طالبان مو دوه ځلې واک ته رسولي خو اوس«نمک حرامي» کوي

۳ ساعتونه مخکې

په کندهار کې د پاکستان پخوانی جنرال کونسل عمر خان شېرزی وایي دغه هېواد دوه ځلې طالبان واک ته ورسول، خو اوس واکمن طالبان د پاکستان سره نمک حرامې کوي.

نوموړی زياتوي، اوسني طالبان د هند، روسیې او اسراییل څخه په پاکستان کې د ناامنۍ جوړولو لپاره پیسې اخلي.

په کندهار د پاکستان پخوانی کونسل عمر خان شېرزي، افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې پاکستان د افغانانو د ازادۍ او امن لپاره طالبان واک ته ورسول.

د نوموړي په خبره، چې د طالبانو د لومړۍ دورې مشر ملا محمد عمر په سیمه کې «د شریعت پلي کولو» هڅه کوله او اوسني واکمنان د واک او پيسو تر لاسه کولو لپاره کار کوي.

هغه زياته کړې: «پاکستان طالبان واک ته ورسول او داسې فکر یې کوبو، چې دا به اصل خلک وي اوس نمک حرامي کوي، د هند، روسیې او اسراییل څخه پیسې اخلي او په پاکستان کې دهشتګري کوي.»

د نوموړي په خبره، چې واکمن افغان طالبان د پاکستان طالبانو تحریک ملاتړ کوي او په پاکستان کې په بریدونو کې خپل جنګيالي هم ورسره یو ځای کوي.

نوموړي د ټرمپ سره د پاکستان د لوموړي وزیر شهباز شریف لیدنه ستایلې او ټينګار یې کړی، چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به په افغانستان کې د ترهګرو د ملاتړ یادونه هم ورته وکړي.

هغه ویلي، چې پاکستان غواړي امریکا ته وښوي، چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې استعماليږي او په ځوابي برید کې باید نړۍ پاکستان ته د ملامتیا ګوته ونه نيسي.

هغه زياته کړې: «پاکستان کمزوری نه دی، یوازې غواړي د نړۍ ورپام کړي، چې کله هم پاکستان پر افغانستان برید کوي چې دغه هېواد ملامت نشي.»

نوموړي‌ دا هم ويلي، چې پاکستان د لسیزو راهيسې د افغان کډوالو ښه کوربتوب کړی دی.

د هغه په پاکستان کې د لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ د مشر عاصم منیر اوسنۍ واکمني هم په تاریخ کې بې سارې ګڼلې او ویلي‌ یې دي، چې حکومت یې په وار وار د طالبانو سره د «ټي ټي پي» د مخنيوي په اړه خبرې کړی، چې پایله یې نه ده ورکړې.

بلخوا افغان طالبانو په وار وار د پاکستان دا ډول ادعاوي رد کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان خاوره به هيڅ وخت د ګاونډیانو او سیمې هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

نور خبرونه

رادیو