د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۲مه) یو ځل بیا ویلي، چې په سیمه کې تل پاتې سوله یوازې د خبرو اترو او د دودیزو جرګو له لارې ټینګېدای شي. هغه ویلي، د سیمې امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی دی.
د هغه د دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د پاکستان لپاره د برېټانیا له عالي کمېشنر جېن ماریوټ سره په خپل دفتر کې د لیدنې پر مهال وویل: «په سیمه کې سوله هغه وخت شونې ده، چې په افغانستان کې ثبات رامنځته شي.»
په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دواړو لورو ترمنځ د ګډو لېوالتیاوو او د سیمې د عمومي امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې شوې دي.
ګنډاپور ویلي، چې خېبر پښتونخوا ایالت د څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی او لا هم د هغوی د باعزته ستنېدو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د نوموړي په خبره؛ ایالتي حکومت هڅه کوي هغو افغان کورنیو ته چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي، هر ډول ممکنه مرسته او اسانتیاوې برابرې کړي.
تر دې دمخه علي امین ګنډاپور په وار، وار ویلي و، چې په خېبر پښتونخوا کې د پراخېدونکې نا امنۍ د مخنېوي لپاره هڅه کوي چې افغان طالبانو سره د خبرو لپاره کابل ته ولاړ شي؛ خو اسلاماباد یې پاسپورټ بلاک کړی دی. هغه په وار، وار ټینګار کړی، چې پر کابل واکمنو طالبانو سره باید د زیاتېدونکې ترهګرۍ او «ټيټيپي» په تړاو خبرې اترې وشي.