واشنګټن پوسټ: د امریکا جګړې وزیر سلګونه جنرالان یوې ځانګړې غونډې ته ورغوښتي

۴ ساعتونه مخکې

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، د امریکا د جګړې وزیر پیت هګسټ سلګونه لوړپوړي جنرالان او د سمندري ځواکافسران د راتلونکې اوونۍ لپاره یوې «ځانګړې او محرمې» ناستې ته بللي دي. دغه ناسته به د ویرجینیا ایالت په «کوانتیکو»سمندري اډه کې ترسره شي.

په راپور کې ویل شوي چې د ناستې د اجنډا جزیات لا تر اوسه نه دي خپاره شوي او د دې غونډې اصلي موخه هم روښانه نه ده.

د واشنګټن پوسټ د معلوماتو له مخې، دغه پرېکړه ټول هغه لوړپوړي پوځي قوماندانان رانغاړي چې د قوماندې په مهمو څوکيو کې کار کوي، او ورسره د دوی مشاورین هم شامل دي. نږدې ۸۰۰لوړپوړي پوځي چارواکي د دې ورغوښتنې برخه جوړېږي.

د پنتاګون ویاند شان پارنل په یوه خبرپاڼه کې ویلي: « د دفاع وزیر به د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې له خپلو لوړپوړو پوځي مشرانو سره خبرې وکړي».

شان پارنل د غونډې د اجنډا په اړه نور معلومات ندي ورکړي.

راپور زیاتوي چې د جګړې وزیر دا ناڅاپي ورغوښتنه د پوځ د یو شمېر غړو د اندېښنې او حیرانتیا سبب شوې ده. ځینې سرچینو واشنګټن پوسټ ته ویلي چې د سلګونو جنرالانو په یو ځای کې راټولول کېدای شي د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښونه هم ولري.

یو بل پوځي چارواکي ویلي: «هیڅوک نه پوهېږي چې د دې غونډې شاته څه پټ دي. خلک ډېر اندېښمن دي».

ځینې قوماندانان چې په بهرنیو پوځي اډو کې ځای پر ځای دي، هم د دې پرېکړې له امله ناخوښي ښودلې او دغه کار یې «غیرمعمولي» بللی دی.

راپور ته نږدې سرچینې زیاتوي چې پیټ هګسټ څو میاشتې وړاندې د دفاعي سیستم د پراخې بیاکتنې خبر ورکړی و. هغه ژمنه کړې وه چې د لوړپوړو افسرانو شمېر به راکم کړي او د رهبرۍ په جوړښت کې به اصلاحات راولي. د دغه پلان له مخې، شاوخوا ۱۰۰جنرالان او د سمندري ځواک افسران له دندو ګوښه کېږي، د څلور ستوري لرونکو افسرانو شمېر لږ تر لږه ۲۰سلنه او د جنرالانو او سمندري افسرانو شمېر ۱۰سلنه کموالی مومي.

نور خبرونه

رادیو