د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د تماس ډلې لومړۍ غونډه په نیویارک کې ترسره کړه.
دغه سازمان ویلي، تماس ډله د افغانستان په اړه د پریکړو د پلي کولو او د دغه هیواد بشري، سیاسي او اقتصادي ننګونو لرې کولو لپاره د همکارۍ د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان وویل، چې دا غونډه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د ۸۰مې دورې په څنډه کې ترسره شوې ده.
په دې غونډه کې د غړو هېوادونو استازو ټینګار وکړ، چې افغانستان لا هم له جدي بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او پرته له یو منظم سیمهییز چوکاټ څخه، له دې حالته وتل ډېر ستونزمن دي.
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي په خپل پیغام کې د طالبانو له چارواکو سره د اساسي موضوعاتو په اړه د خبرو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.
د دې سازمان د خبرپاڼې له مخې، سرمنشي له هغو هېوادونو څخه مننه وکړه، چې د افغانانو سره یې د «د افغانستان د بشري مرستو صندوق» او د دې سازمان د کابل دفتر په خاص ډول د سعوديعربستان د ملک سلمان د مرستو مرکز له لارې مرستې کړي دي.
ویناوالو وویل، چې د تماس ډلې جوړېدل کولی شي له افغانستان سره د اسلامي هېوادونو د بشري او سیاسي مرستو د همغږۍ بهیر ګړندی کړي.