اسراییلي چارواکو په تېرو میاشتو کې څو ځله د علي خامنهيي د وژلو ګواښونه کړي؛ خو د ایران مشر علي خامنهيي د ایران او عراق د جګړې د پیل اونۍ په مناسبت له نامعلوم ځای څخه په یوه پيغام کې تر مرګه پر مبارزې ټینګار کړی او «وژل کېدل» یې د جهاد ډالۍ بللې.
د خامنهيي دا پیغام د پنجشنبه په ورځ (د تلې ۳مه) ایراني رسنیو کې خپور کړ.
په دې پیغام کې لیکلي شوي، چې د ایران او عراق د اته کلنې، له اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ او په لبنان، غزې او فلسطین په جګړو کې «وژل کېدل» د «جهاد» ډالۍ ده.
هغه زیاتوي: «ملتونه د دې جهاد له لارې وده کوي او د دې شهادتونو له برکته ښکلا او درناوی پیدا کوي.»
خامنهيي همداراز وایي: «مهمه دا ده چې د الله ج په وعده باندې باور ولرو، چې حق به غالب شي او باطل به له منځه لاړ شي او موږ باید د دین د ملاتړ په برخه کې خپل مسؤولیت ادا کړو.»
د خامنهيي دا څرګندونې، چې د «شهادت طلبۍ فرهنګ» یادونه پکې شوې، دوه ورځې وروسته له هغه خپور شو، چې هغه له امریکا سره خبرې اترې رد کړې او د ایران د اټومي پروګرام د دوام ټینګار یې وکړ.