نتنیاهو د نیویارک پر لور د اروپا له فضا د تېرېدو ډډه وکړه

۲ ساعتونه مخکې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو نیویارک ته د سفر پر مهال د اروپا د ډېرو هېوادونو له فضا د تېرېدو ډډه کړې ده.
راپورونه وايي چې د نتنیاهو دغه پرېکړه د دې وېري له امله شوې چې ښایي د الوتکې د بېړنۍ ناستې په صورت کې ونیول شي.

د اسراییلي رسنیو په وینا، د نتانیاهو الوتکه چې د «وینگز اف صهیون» (د صهیون وزرونه) په نوم ځانګړې دولتي الوتکه ده، یوازې د یونان او ایټالیا له فضا تېره شوې ده. وروسته له دې، الوتکه د جبل‌الطارق له تنګې تېرېده او د اتلانټیک سمندر پر لور ولاړه.

ویل کېږي چې د اسراییلو لومړي وزیر پر دې اوږدې۱۳ساعته لاره سفر وکړ څو له هغو اروپايي هېوادونو څخه ډډه وکړي چې ښایي د نړیوالو تعهداتو پر بنسټ د هغه د نیولو اقدام وکړي.

د راپورونو له مخې، د جرمونو نړۍوالې محکمې له لوري د بنیامین نتنیاهود نیولو حکم صادر شوی دی. په ورته وخت کې د اروپايي اتحادیې یو شمېر هېوادونو ټینګار کړی چې د دې محکمې د پرېکړو په پلي کولو کې به خپل تعهدات عملي کوي.

د نتنیاهو دغه سفر د نړیوالو له نیوکو او فشارونو سره هم‌مهاله دی. د هغه د نیولو حکم وروسته له هغې صادر شو چې پر اسراییلو د فلسطینیانو پر وړاندې د «جګړه‌ییزو جرمونو» تورونه ولګېدل.

نور خبرونه

رادیو