عباس وايي فلسطین له حماس پرته یو عصري او ډیموکراتیک دولت غواړي

۵ ساعتونه مخکې

د فلسطین د دولت مشر محمود عباس چې له دوه کلونو وروسته د ملګرو ملتونو ۸۰ یمې عمومي غونډې ته وینا کوله، وویل چې دوی د حکومتولۍ او امنیت بشپړ مسوولیت اخیستلو ته چمتو دي. هغه زیاته کړه چې د فلسطین وسله واله ډله به په حکومتدارۍ کې کومه ونډه ونه لري.

عباس وویل: «حماس او نورې ډلې به اړې وي چې خپل وسلې د فلسطین ملي ادارې ته وسپاري. موږ بیا ټینګار کوو چې موږ وسله‌وال دولت نه غواړو.»

عباس ویلي، سره له دې ټولو کړاوونو چې خلکو ګاللي، په کلکه د حماس د اکټوبر ۷مې بریدونه ردوي.

هغه زیاتوي: « دا اقدامات د فلسطیني خلکو او د دوی د ازادۍ د عادلانه مبارزې استازیتوب نه کوي. موږ ټینګار کوو، چې د غزې تړانګه د فلسطین د دولت یوه نه بېلېدونکې برخه ده او موږ د حکومتدارۍ او امنیت بشپړ مسوولیت اخیستلو ته چمتو یو. حماس به په حکومتدارۍ کې کومه ونډه ونه لري.»

عباس وویل‌:«زموږ فلسطیني خلک په غزې تړانګه کې د اسراییلي اشغالګرو ځواکونو له خوا د نسل وژنې، ویجاړۍ، لوږې، او بیځایه کېدو جګړې سره مخ دي. له ۲۲۰ زرو زیات فلسطینیان وژل شوي یا ټپیان شوي، چې ډیری یې ماشومان، ښځې او مشران دي. سلګونه زره کسان مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي، د خوړو او درملو د رسېدو مخه نیول شوې او دوه میلیونه فلسطیني په لوږه اخته دي.»

هغه وویل چې اسراییل ټول فلسطینی ولس محاصره کړی او د کورونو، ښوونځیو، روغتونونو، کلیساوو، جوماتونو او بنسټیزو تاسیساتو ۸۰ سلنه برخه یې ویجاړه کړې.

هغه زیاته کړه:«هغه څه چې اسراییل ترسره کوي یوازې تجاوز نه دی؛ دا جنګي جرم او د بشریت پر ضد جرم دی، چې مستند او څارل شوی او د تاریخ په پاڼو کې به د بشري ناورین تر ټولو یوه ویجاړوونکي څپرکي په توګه ثبت شي.»

عباس وویل: «سربېره پردې، د اسراییل لومړي وزیر هغه چې نوموړی یې د “لوی اسراییل” په نوم یادوي، پلان اعلان کړ، چې موږ یې په کلکه رد کوو او غندنه یې کوو. دا پلان یوه جدي سرغړونه ده، چې نړیوالو اقداماتو ته اړتیا لري».

هغه له ټولو هغو هېوادونو چې فلسطین یې په رسمیت پیژندلی مننه وکړه او له نورو هېوادونو یې هم وغوښتل چې دوی په رسمیت وپیژني.

نوموړي د غزې د جګړې د سمدستي او دایمي پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

هغه ټینګار وکړ: «د لوږې د مخنیوي لپاره باید ملګري ملتونه جدي اقدامات وکړي او ټول یرغمل شوي کسان د دواړو خواوو څخه خوشې شي. د غزې تړانګې اشغال باید پای ته ورسیږي. فلسطیني دولت باید خپل بشپړ مسوولیت په غاړه واخلي، د غزې د تړانګې لپاره د اداري کمیټې مشري د فلسطین د حکومت وزیر وکړي، د عربي او نړیوال ملاتړ او حضور له لارې دې بیا د لویدیزې غاړې سره وصل کړي، څو ملکي وګړي خوندي پاتې شي او فلسطیني ځواکونه د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې ملاتړ ترلاسه کړي».

نوموړي ټینګار وکړ چې فلسطین یو عصري، ډیموکراتیک دولت غواړي چې د نړیوال قانون، د قانون حاکمیت، تنوع او د سولې له لارې د واک انتقال رعایت کړي او د ښځو او ځوانانو د ځواکمنتیا لپاره ځانګړې پاملرنه لري.

عباس وویل،« موږ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د سعودي عربستان او فرانسې،له ملګرو ملتونو او ټولو شریکانو سره د سولې د پلان د عملي کولو لپاره چمتو یو، چې د سپتمبر د ۲۲ مې په کنفرانس کې تصویب شوی او د عادلانه سولې او سیمه‌ییزې همکارۍ لور ته به لار هواره کړي».

نور خبرونه

رادیو