د حماس په سنایپر برید کې یو اسراییلی سرتېری وژل شوی

۸ ساعتونه مخکې

اسراییلي پوځ د پنجشنبې په سهار اعلان وکړ، چې د چارشنبې په ورځ غزه کې د وسله والو د سنایپر برید له امله یو اسرایيلي سرتېری وژل شوی دی.

۲۱ کلن وژل شوی سرتېری چلاچیو شیمون دملش نومیږي او د اسراییل د بیرشېوا اوسېدونکی و.

اسراییل ټایمز راپور ورکړی چې د اسراییل د دفاعي ځواکونو د لومړنۍ څېړنې له مخې، دملش په یوه پوځی کمپ کې د ساتنې په پوسته کې پر دنده بوخت و چې د حماس د سنایپر هدف وګرځېد.

نور خبرونه

رادیو