د پاریس محکمې د فرانسې پخواني ولسمشر نیکولا سارکوزي ته د پنجشنبې په ورځ د پنځو کلونو سزا واوروله.
نوموړی له ليبيا څخه د انتخاباتي فنډونو د ترلاسه کولو هڅو کې د جنايي توطیې په تور محکوم شوی. سارکوزي دا پرېکړه غندلې او وايي، بښنه نه غواړي، ځکه بې ګناه دی.
د محکمې پرېکړه د توقع خلاف ډېره سخته ده او که پخوانی ولسمشر د پرېکړې پر وړاندې استیناف هم وغواړي، په زندان کې به وخت تېروي.
سارکوزي د محکمې پر پرېکړه غبرګون وښود او ویې ویل، « هغه څه چې نن وشول، د قانون د حاکمیت او پر عدلي سیسټم د باور لپاره خورا جدي دي.». هغه وايي، بښنه نه غواړي، ځکه دی بې ګناه دی.
هغه تورن دی، چې د معمر قذافي په وخت کې یې د ټاکنو پرمهال له نوموړي فنډ تر لاسه کړی و.