ټرمپ وايي د بګرام په اړه لا ډېري خبرې لري

۱ ساعت مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام په اړه د کوم ځانګړي وخت له ښودلو پرته اعلان وکړ، چې هغه به د بګرام په اړه خبرې وکړي.

هغه، د خپلې لومړۍ دورې د حکومت پر مهال د امریکا د پوځ له خوا د بګرام اډې د بیا رغولو یادونه وکړه او ویې ویل چې د پوځ تجهیزات په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبه په ورځ په سپينه ماڼۍ کې په یوې ناسته کې زياته کړه: «موږ به د افغانستان او بګرام په اړه هم خبرې وکړو.»

خو هغه د نورو جزیاتو ورکولو پرته وویل، چې د بګرام په اړه به دقیقا لا ډیرې خبرې وکړي.

ټرمپ چې دا خبرې د څو اجراییوي فرمانونو د لاسلیک پر مهال وکړې، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې: «په خپله لومړۍ دوره کې یې پوځ بیا ورغاوه؛ خو د جو بایډن ادارې د پوځ یو شمېر تجهیزات په افغانستان کې پرېښي دي.»که څه هم، د ټرمپ په وینا، په افغانستان کې پرېښودل شوي تجهیزات د پوځ د ټولو تجهیزاتو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده.

هغه د خپلې وینا په یوه بله برخه کې له افغانستان څخه د امریکا وتل د امریکا په تاریخ کې «تر ټولو شرمونکې» ورځ هم وبلله.

ټرمپ په وروستیو اونیو کې په مکرر ډول بګرام اډې ته د امریکا پر ستنیدو ټینګار کړی دی.

دا موضوع هغه مهال راپورته شوه، چې ټرمپ د وږي په ۲۷مه، په لندن کې د برېتانیا د لومړي‌ وزیر کیېر سټارمر سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «موږ هڅه کوو چې د بګرام هوایي اډه بېرته واخلو.»

ټرمپ وویل: «طالبان ځینې غوښتنې لري، خو موږ هم دا پوځي اډه غواړو.»

په ورته وخت کې د طالبانو چارواکو د افغانستان خاورې ته د امریکا بیرته راستنیدو سره خپل مخالفت اعلان کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له العربیه سره په یوه مرکه کې روښانه کړه چې د بګرام هوايي اډه د افغانستان د خاورې یوه برخه ده او د چین یا امریکا پورې اړه نلري.

طالب ویاند وویل: « امریکایان باید له افغانانو سره په ډیپلوماټیک او منطقي ډول چلند وکړي».

هغه زیاته کړه: «زموږ خلک به د خپلې خاورې په یوه برخه کې د بهرنیو ځواکونو شتون ونه مني.»

نور خبرونه

رادیو