په هرات کې د طالبانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ترکیې د دغه ډلې د سرې میاشتې ادارې ته ۹۲۲ ټنه د بشري مرستو جوپه سپارلې ده.
طالبانو ویلي، چې په دې جوپه کې خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي.
دغه مرسته د هرات د روزنګ اورګاډي په ټم ځای کې د ترکيې د سفير او د طالب چارواکو په حضور کې وسپارل شوه.
د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جنک اونال هرات ته په خپل سفر کې د طالبانو د هرات له والي مولانا اسلامجار سره هم کتلي او دواړو لوریو د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراخولو، له زلزلهځپلو کورنیو سره د ترکیې د مرستو او د ګډو همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.