بریټانیا د یوه افغان پناه غوښتونکي د افغانستان د سفر په تړاو څېړنې پیل کړې

۵ ساعتونه مخکې

د بریټانیا کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د یوه افغان کډوال په اړه یې بېړنۍ څېړنې پیل کړي دي.

دغه کس، چې په بریټانیا کې یې پناه غوښتنه منل شوې وه، بېرته افغانستان ته تللی او هلته یې د رخصتیو انځورونه او ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړې دي.

د بریتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه موضوع سیاسي جنجالونه هم راپارولي دي. د «ایونینګ سټنډرډ» ورځپاڼې لیکلي چې نوموړی «ډی‌جي اسامه» نومېږي او د ۲۰۲۲م کال د اپریل په میاشت کې د مانیښ کانال له لارې په یوه وړه کښتۍ کې بریټانیا ته رسېدلی و. هغه د پناه غوښتنې پر مهال چارواکو ته ویلي و چې د طالبانو له ګواښونو راتښتېدلی دی.

ورځپاڼه زیاتوي، چې د پناه غوښتنې له تاید وروسته، نوموړي په ۲۰۲۴م کال کې افغانستان ته یو اته اوونیزه سیاحتي سفر کړی او له بند امیر، د هندوکش غرونو، شمال لوېدیځو لارو او نورو تفریحي سیمو یې انځورونه خپاره کړي دي.

اسامه وروسته له افغانستان څخه د دبۍ هوايي ډګر ته د خپل سفر ویډیو خپره کړې او تر هغې لږ وروسته یې په لندن کې د خپل اوسېدو انځور هم شریک کړ.

دا په داسې حال کې ده چې د اسامه د پناه غوښتنې تایید د افغانستان د سفر څخه مخکې شوی و. د بریتانیا د قوانینو له مخې، پناه غوښتونکي نورو هېوادونو ته سفر کولی شي، خو د اصلي هېواد یا هغه ځای ته ستنېدل چې ترې د پناه غوښتنه شوې وي، منع دي.

په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې پخوانۍ ویډیوګانې ښيي چې هغه په ۲۰۲۲م کال کې د مانیښ کانال له لارې د انساني قاچاقبرانو په واسطه خپلې موخې ته رسېدلی او بیا یې په لندن کې له بېلابېلو مشهورو ځایونو څخه انځورونه خپاره کړي دي.

د بریټانیا بهرنیو چارو وزارت څو ځله د افغانستان د سفر امنیتي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی، خو بیا هم نوموړی پناه غوښتونکي ازاد ډول افغانستان ته تللی او بېرته راستون شوی دی.

دغه موضوع اوس سیاسي بڼه هم اخیستې ده. د اپوزیسیون د عدلیې وزیر رابرټ جنریک د حکومت پر ضد نیوکه کړې او ویلي یې دي: «غیرقانوني کډوال لکه دغه کس د حکومت پر سادګۍ خاندي. هغه باید هېڅکله د افغانستان له رخصتیو وروسته بېرته بریتانیا ته نه وای پرېښودل شوی. که جرمني افغان کډوال بېرته ستنوي، ولې موږ دا کار نه کوو؟»

تر اوسه څرګنده نه ده چې د کورنیو چارو وزارت څېړنې به څه پایله ولري، خو دغه قضیه د بریتانیا د پناه غوښتنې د نظام د احتمالي ناوړه استفادې په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې دي.

نور خبرونه

رادیو