طالبان: په لوګر کې د غلو هغه ډله نیول شوې چې د طالبانو په نوم یې غلاوې کولې

۴ ساعتونه مخکې

په لوګر د طالبانو امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې د غلو یوه درې کسیزه ډله یې نیولې، چې د طالبانو د ټرانسپورټ کارکوونکو په نوم یې له موټرونو څخه پيسې اخيستې.

طالبانو ویلي، چې د دغو کسانو سره یې یو شمېر وسایل هم نیولي دي.

د لوګر د طالبانو امنيه قوماندانۍ د پنجشنبه په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: «د نیول شویو غلو درې کسیزې ډلې د لوګر پر عمومي سړک د ټرانسپورټ د کارکوونکو له نوم او امنیتي ارګانونو له وسایلو څخه په استفادې د لویو موټرو چلوونکو څخه غلاوې کولې او پيسې اخيستلې.»

طالبانو ویلي، نیول شوي کسان به تر پښتنو وروسته قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور خبرونه

رادیو