د افغان کډوالو په ستنېدو سره د داعش ډلې د پياوړې کېدو وېره شته

۲ ساعتونه مخکې

یو شمېر ډيپلوماټيکو او امنیتي سرچینو «فرانس پریس» ته ویلي، چې د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د میلیونونو کډوالو د ستنېدو په بهیر سره د داعش ډلې د پياوړې کېدو وېره شته.

راپور کې ویل شوي، چې ډېرو کډوالو لسیزې بهر ژوند تېر کړي او یو شمېر کسان په لومړي ځل افغانستان ته ځي.

په راپور کې راغلي، چې د روان کال د جنوري میاشتي راهيسې شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېر یې له لسیزو راهيسې بهر اوسېدل او ځني یې ان په لومړي‌ ځل دغه هېواد ته ځي.

د ملګرو ملتونو د توندلارو ډلو د څارنې کميټې پخوانی همغږی کوونکی هانس یاکوب شنډلر ویلي: «دا ګواښ ډېر لوی دی، چې داعش دې له دې نوي راغلیو افغانانو څخه د استخدام د سرچینې په توګه کار اخلي.»

یو شمېر رسنیو راپور ورکړی، چې د داعش سیمه ییزه توندلاره ډله د افغانستان په ختيځ کې ځای لري، چې ځيني بریدونه هم تر سره کوي او د طالبانو حکومت او سيمې لپاره ګواښ هم ګڼل کيږي.

شنډلر زیاتوي: «له ۲۰۲۱ د اګست راهیسې، دغه ډله د ناراضه طالبانو او هغو افغانانو استخدام ته دوام ورکوي چې د طالبانو برخه نه دي.»

ملګرو ملتونو په جولای میاشت کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د بېلابېلو ترهګریزو ډلو لپاره «ازاد چاپېریال» رامنځته شوی، چې د مرکزي اسیا او نورو هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښ جوړوي.

ملګرو ملتونو ویلي: «تر ټولو جدي ګواښ داعش دی، چې شاوخوا ۲،۰۰۰ جنګیالي لري او په تېرو څو کلونو کې یې په روسیه، ایران او پاکستان کې مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.»

په ورته وخت کې د پاکستاني طالبانو تحریک، چې د افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري د داعش درې برابره زيات جنګيالي لري؛ خو دا ډله یوازې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندې فعالیت کوي.

اسلام‌اباد تل پر افغانستان د دې تور لګولی چې وسله‌ والو ډلو ته یې خوندي ځایونه ورکړي.

خو د طالبانو حکومت په تکراري ډول ادعا کړې چې نور په افغانستان کې «هیڅ ترهګریز سازمانونه فعالیت نه لري.»

نور خبرونه

رادیو