ایران وايي د دوغارون له لارې د افغان کډوالو ستنېدل درې برابره ډېر شوي

۴ ساعتونه مخکې

د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو عمومي مدیر جعفر سید ابادي ویلي، چې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې نږدې ۹۶۶ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، سیدابادي د پنجشنبې په ورځ په مشهد کې د طالبانو له کونسل نورمحمد متوکل سره لیدلي.

جعفر سیدابادي د یادې لېدنې پرمهال ویلي:«ایران له څلور لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کړی او اوس هم هڅه کوو چې د اصولو په چوکاټ کې د کډوالو د استوګنې او ستنېدو بهیر سمبال کړو.»

د خراسان رضوي د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو عمومي مدیر ویلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ له جګړې وروسته یې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه کړې ده.

سیدابادي ویلي:«د ایران او افغانستان ترمنځ ژورې تاریخي او فرهنګي اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د دوام او ورورګلوۍ د پیاوړتیا لپاره یو ټینګ بنسټ دی.»

د طالبانو کونسل نورمحمد متوکل د یادې لېدنې پرمهال په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواری غوښتنه کړې ده.

متوکل زیاته کړې :«په کار ده د زده کړو، د جوازونو ورکولو او ورته خدمتونو په برخو کې د افغان کډوالو اړتیاوې د یوې ګډې کمیټې له خوا راټولې شي او د نړیوالو سازمانونو له لارې یې د حل غوښتنه وشي.»

د راپورونو له مخې، په روان کال کې له ایران څخه یو میلیون او ۴۰۰زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو