د «پنجره امید» په نوم د بشري حقونو بنسټ ځینو غړو له افغان ځوانانو غوښتي چې د نیپال ځوانانو په څېر دې د حاکم نظام د محدودیتونو پر وړاندې ودرېږي.
د یاد بنسټ یو شمېر غړو د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې پر انټرنېټ د طالبانو بندیز د خلکو د غږونو د بندولو په معنا دی. د دې بنسټ یوې غړې ویلي چې انټرنېټ د دوی حق دی او دا حق باید بند نه شي.
نوموړې زیاتوي، «د انټرنېت بندول د افغان ښځې د ازادۍ بندول دي».
د بنسټ یوی بلې غړې وویل: «انټرنېټ یوازېنۍ لاره وه چې خلکو د طالبانو ظلمونه نړیوالو ته رسول.»
همدا راز یوې بلې غړې ویلي چې طالبان د انټرنېټ په بندولو سره غواړي د ښځو د درد غږ نړېوالو ته ونه رسیږي.
یوې بلې غړې بیا په انټرنېټ ترسره کیدونکو وړو سوداګریو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي: «د انټرنېټ بندول به هغه واړه کاروبارونه چې په انلاین ډول جوړ شوي، له منځه یوسي».
د «پنجره امید» بنسټ بلې غړې وویل: «د نیپال د ځوانانو په څېر راشئ چې پاڅیږو او خپل حقونه له حاکم نظام څخه ترلاسه کړو.»
په وروستیو کې طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندېدو امر کړی، چې د دغه امر پلي کېدو لړۍ لومړی له بلخ ولایت څخه پیل او بیا ۱۳ ولایتونو ته وغځېده.
طالبانو ویلي، چې د «منکراتو» د مخنیوي لپاره یې د نوري فایبر د انټرنېټي خدمتونو د بندولو پرېکړه کړې ده، خو دغه اقدام پراخ غبرګونونه راپارولي دي.