یوه افغانه جوړه د سپاه پاسداران په اېښودل شوي ماین کې وژل شوې

۳ ساعتونه مخکې

د ایران د بشري حقونو سازمان هینګاو خبر ورکړی چې د ایران سرحدي سیمه کې د ماین چاودنې له امله یوه افغانه جوړه (ښځه او خاوند) مړه شوي دي. یاد سازمان د دغه ماین د اېښودو مسوولیت د ایران سپاه پاسداران ډلې ته راجع کړی دی.

د هینګاو بشري حقونو سازمان په وینا، پېښه د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په کله ګیران سیمه کې د دوشنبې په ورځ شوې ده.

د راپور له مخې، دغه جوړه د ماین چاودنې په پېښه کې ځای پر ځای مړه شوي.

د سازمان د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د ماین د شته والي د خبردارۍ نښه نه وه لګول شوې.

هینګاو د دې ماین مسوولیت د ایران سپاه پاسداران ته منسوب کړی، چې د ایران په سرحدي سیمو کې فعالیت کوي.

دغه سازمان ویلي د ۲۰۲۴ کال په جریان کې لږ تر لږه ۱۷ افغان وګړي په ایران کې د ماینونو او نورو ناچاودو توکو د پاتې شونو له امله مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو