په اسلام اباد کې افغان پرلت وال له نړیوالو سازمانونو د کډوالو د ستونزو د حل غوښتنه کوي

۵ ساعتونه مخکې

له دوو میاشتو ډېر وخت کېږي چې سلګونه افغان کډوالو د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د «ارجنټینا پارک» په نوم ځای کې د پرلت خیمې وهلې دي، خو لا هم ددوی ستونزو ته رسیده ګي نه ده شوې. پرلت وال وايي، له ۴۰۰ د ډېرو کورنیو غوښتنه دا ده چې عدالت او برابر انساني حقونه ورکړل شي.

دغه پرلت چې نږدې ۴۰۰افغان کورنۍ پکې برخه لري، د بشري حقونو، عدالت او د کډوالو د اساسي اړتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

د پرلت ګډونوال هره ورځ ملي سرود غږوي، وطني سندرې وایي او په شعارونو کې د خپل حق غوښتنه کوي.

استاد احمد ضیا فیض، چې د دې پرلت مشر دی، افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل:«موږ د ۲۰۲۲ کال له اپریل راهیسې څو ځله مظاهرې کړې دي، زه درې کاله په زندان کې وم، اوس بیا له اګست ۲۰۲۵ راهیسې د ارجنټینا پارک پرلت روان ساتم، زموږ له ۴۰۰ د ډېرو کورنیو غوښتنه دا ده چې عدالت او برابر انساني حقونه موږ ته راکړل شي، نړیوال بنسټونه باید د خپلې بې‌پروایۍ او کم‌کفایته توب پر وړاندې ځواب‌ ووایي.»

احمد ضیا فیض وایي، تر هغه چې یې غوښتنې نه وي منل شوي دا پرلت په دوام ولري.

د پرلت یوه بله ګډونواله حسینه رفیع افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل چې، د اسلام‌اباد ګرمي، بارانونو او د بې‌سرپناهۍ کړاوونو یې د ژوند پر ټولو برخو ناوړه اغېز کړی، خو دوی لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي.

نوموړې زیاته کړه: «دوه میاشتې کېږي دلته یم، زموږ رواني او جسمي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، خو د خپل انساني حق لپاره مبارزه کوو، له نړیوالو بشري سازمانونو غواړم چې هر څومره ژر کېدای شي زموږ ستونزو ته رسېدګي وکړي.»

ددغه پرلت ګډونوال وخت ناوخت د خپل بد حالت هغه ویډيوګانې په سوشل میډیا خپروي چې دوی ورسره مخ دي.

د همدې سختیو په اړه د پرلت ګډونوالې زرمینې حسیني وویل:«یوه خوا خوشحاله یم چې له خپلو ماشومانو سره دلته خوندي یم او د ایستلو وېره نه لرم، بله خوا د تودو ورځو او بارانونو شپې سختې تېرېږي، د ژوند لومړني امکانات نه لرو، زما ماشومان ښوونې او ښه ژوند ته اړتیا لري، هېڅ بنسټ تر اوسه زموږ پوښتنې نه دي اورېدلې، خو مبارزې ته به دوام ورکړم.»

د پرلت ګډونوال وایي چې غوښتنې یې له نړیوالو قوانینو سره سمې او انساني دي.

پاکستان له څلوېښتو کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه هېواد دی خو اوس مهال دغه هېواد د زرګونو کډوالو د جبري ایستلو پروسه ګړندۍ کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او ګڼو نړیوالو بنسټونو پر پاکستان غږ کړی چې کډوالو ته د ایستلو پر ځای د هغوی د حقونو د خوندیتوب لارې ولټوي.

خو د اسلام‌اباد د ارجنټینا پارک پرلت ښيي چې ګڼ افغان کډوال ځان د نړۍ له پاملرنې بې برخې ګڼي او د «بشري چلند» غوښتنه کوي.

نور خبرونه

رادیو