ایرانی چارواکی: د امریکا بېرته راتګ به طالبان له سیمه‌ییز ملاتړ څخه بې‌برخې کړي

۲ ساعتونه مخکې

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنیو چارو د کمېسیون غړی او په افغانستان کې د دغه هېواد پخوانی سفیر ابوالفضل ظهره‌وند وایي، که امریکا یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې ته راستنه شي، نو د مقاومت جبهه به پیاوړې شي او طالبان به د سیمې له ملاتړ څخه بې‌برخې شي.

هغه له ایراني رسنۍ «اېراف» سره په یوې مرکه کې ټینګار کړی: «که امریکایان بېرته افغانستان ته راستانه شي، طالبان به د مقاومت د ځواکونو له خوا وشړل شي، د چین، روسیې او ایران په څېر هېوادونه به له طالبانو خپل ملاتړ پای ته ورسوي.»

د هغه په وینا، د خلیج وروستیو پېښو لکه پر قطر د اسراییل برید دا وښودله چې امریکا د سیمې د هېوادونو د امنیت د ساتلو توان نه لري. د خلیج هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د امریکا په پوځي پانګونه تکیه نه شي کولای، ځکه په بحراني حالاتو کې ګټوره نه ده.

ظهره‌وند زیاته کړه، چې د بګرام هوايي اډه د امریکا لپاره ځانګړی جیوستراتیژیک اهمیت لري او د روسیې، چین او ایران پر وړاندې د یوې احتمالي وسیلې په څېر عمل کولای شي. له همدې امله، مسکو او په ځانګړي ډول ولادیمیر پوتین د امریکا د احتمالي بېرته ستنېدو پر وړاندې اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي وویل، طالبان نه شي کولای د امریکا حضور ته اجازه ورکړي او نه د واشنګټن مالي فشارونه له پامه غورځولی شي. امریکا کولای شي له پاکستان څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.

ظهره‌وند څرګنده کړه، چې د بګرام د بیا نیولو بحث د شانګهای د همکاریو د سازمان له ګټو سره په ټکر کې دی. د ده په وینا، د چین له‌خوا د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب ته د سفر بلنه د پیکېنګ د اندېښنو څرګندونه کوي.

هغه وویل، که امریکا پر طالبانو فشار زیات کړي، ایران، روسیه، چین، تاجکستان او ازبکستان به په ګډه د امریکا پر وړاندې دریځ ونیسي.

ظهره‌وند ټینګار وکړ: «که سیمه‌ییز هېوادونه جدي دریځ ونیسي، بګرام به د امریکایي سرتېرو لپاره په ګورستان بدل شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د امریکا د احتمالي بېرته راتګ په صورت کې طالبان به د مقاومت له ځواکمن فشار سره مخ شي او سیمه‌ییز ملاتړ به له لاسه ورکړي.

د هغه په وینا، دا وضعیت به د سیمې لپاره ستراتیژیک ګواښ وي، خو په عین حال کې د مقاومت لپاره په یوه ستراتیژیک فرصت هم بدلېدای شي.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه اعلان کړی چې بګرام باید بېرته د امریکا تر واک لاندې راشي، ځکه د بایډن د حکومت پرېکړه چې له افغانستانه ووځي، یوه ستره تېروتنه وه. ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که طالبان مخالفت وکړي ډېرې بدې پېښې به په افغانستان کې رامنځته شي.

بګرام هوايي اډه چې د افغانستان په پروان ولایت کې موقعیت لري، د امریکا له مهمو پوځي اډو څخه وه او د ستراتیژیک ځای له امله یې تل د ایران، روسیې او چین په ګډون د سیمې د هېوادونو لپاره یو احتمالي ګواښ ګڼل کېده. امریکا په ۲۰۲۱کال کې د خپلو ځواکونو له اېستلو سره دغه اډه پرېښوده.

نور خبرونه

رادیو