د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په دویمه ورځ د خپلې وینا پر مهال د افغانستان وضعیت ته په اشاره وویل، چې طالبانو ټول هېواد د تیارو پیړیو دور ته بیولی دی. نوموړي په خپلو خبرو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «خاین» وباله.
زېلېنسکي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې روانو جګړو ته په اشارې وویل:«موږ باید د خلکو د حقونو او د هغو هېوادونو د حقونه ساتنه له پامه ونه غورځوو، چې په سیمه کې تر ګواښ لاندې دي.»
زېلېنسکي زیاته کړه:«د اسراییل یرغمل شوي کسان لا هم نه دي خوشې شوي. له کلونو راهیسې د کیمیاوي وسلو په ګډون د نورو ګواښونو په وړاندې هېڅ غبرګون نه دی ښودل شوی او د روسیې بریدونه لا دوام لري.»
پر همدغه مهال زېلېنسکي د غزې وضعیت ته په اشارې وویل:« هلته په څرګند ډول هېڅ حل لاره نه تر سترګو کېږي.»
د اوکراین ولسمشر په اوکراین او نورو هېوادونو کې روانو جګړو ته په اشاره وویل، چې د جګړو د دوام له امله زرګونه ماشومان وژل کېږي.
زېلېنسکي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین «خاین» وباله او له هېوادونو یې وغوښتل چې پر اوکراین د روسیې د برېدونو مخه ونیسي.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال ټینګار وکړ، چې هېواد یې د خپلو دفاعي صنایعو پر پیاوړتیا پانګونه کوي.