سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو د کندهار ښار د څلورمې، ۱۱مې او دویمې حوزې اړوند سیمو کې د غاښونو د تداوي کلینیکونو ته امر کړی، چې نور به د نارینه ډاکټر له خوا د ښځو د غاښونو درملنه نه کوي. طالبانو ښځینه ناروغانې له کلینیکونو اېستلې دي.
له کندهار څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل ته ویلي، چې د سې شنبې په ورځ د امر بالمعروف محتسبانو د کندهار ښار د څلورمې، ۱۱مې او دویمې حوزې اړوند سیمو کې د غاښونو د تداوي کلینیکونو ته امر کړی، چې نور به د نارینه ډاکټر له خوا د ښځو د غاښونو درملنه نه کوي.
سرچینې زیاتوي، چې د امر بالمعروف محتسبانو هغه ښځینه ناروغانې له کلینیکونو څخه ځواب کړې، چې د خپلو غاښونو د درملنې په موخه ورغلې وي.
په کندهار ښار کې د غاښونو د درملنې د یو کلینیک مسوول د نوم نه اخېستلو په شرط وویل:«سهار لس بجې وي، چې د امر بالمعروف کسان راغلل او زموږ له کلینیک څخه یې ښځینه مراجعینې ځواب کړې او موږ ته یې وویل چې له دې وروسته نارینه ډاکټر د ښځو د غاښونو د جوړولو اجازه نه لري.»
سرچیني وايي، د امر بالمعروف محتسبانو د غاښونو نارینه ډاکټرانو ته خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له امر څخه د سرغړونې په صورت کې به زندان ته واچول شي.
طالبانو په کندهار کې د غاښونو پر نارینه ډاکټرانو د ښځو د غاښونو د درملنې نه کولو بندیز په داسې حال کې لګولی، چې دې ډلې وړاندې تردې هم په دغه ولایت کې له محرم پرته هټیو کې پر سودا رانیولو، یوازې سفر کولو او نورو برخو کې هم سخت بندییزونه لګولي دي.