د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو وغوښتل، ټول امریکایي وګړي چې په ناحقه نیول شوي، سمدستي خوشې کړي.
نوموړې د بګرام هوایي اډې د احتمالي کارونې په اړه د امریکا د تګلارې په اړه له څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل، چې په دې اړه باید سپینه ماڼۍ نظر ورکړي. خو هغې ټینګار وکړ، چې له ترهګرۍ سره مبارزه لا هم د امریکا له لومړیتوبونو څخه ده او طالبان باید د خپلو ژمنو پابند پاتې شي.
دا څرګندونې تر هغه وروسته کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ افشا کړه چې د واشنګټن چارواکي له طالبانو سره د بګرام هوایي اډې د کارولو په اړه خبرې کوي.
ټرمپ په ګواښوونکي لهجه له طالبانو غوښتنه کړې وه، چې یاده اډه امریکا ته وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړې او پر ځای یې له واشنګټن سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
امریکا چې طالبان «ترهګره ډله» ګڼي، تراوسه یې د یادې ډلې واکمني د بشري حقونو د نقض او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو له امله په رسمیت نه ده پېژندلې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل: «موږ غواړو چې ټول هغه امریکایان چې په ناحقه نیول شوي دي، ژر تر ژره خوشې شي.»
امریکا تر اوسه نه ده څرګنده کړې، چې له محمود شاه حبیبي پرته څو نور امریکایي وګړي د طالبانو په بند کې دي. په وروستیو کې د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر سلاکار اډم بولر په مشرۍ یو پلاوي کابل ته سفر وکړ، څو د امریکایي بندیانو د خوشې کېدو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي، خو د دغې لیدنې پایلې لا نه دي اعلان شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه، چې د طالبانو "ظالمانه سیاستونه" د افغانستان ټولنیز او بشري ناورین نور هم ژور کړی دی. هغې د فقر، بېکارۍ او د اساسي خدمتونو د نشتون یادونه وکړه او له طالبانو یې وغوښتل، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.
هغې په ډاګه کړه، چې امریکا په تېرو درېیو لسیزو کې د افغان ولس ملاتړ کړی او اوس وخت د طالبانو دی چې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.
د یادولو وړ ده، چې په تېرو څلورو کلونو کې امریکا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د نږدې څلور میلیارد ډالرو مرسته کړې، خو د ټرمپ په حکومت کې دغه بشري مرستې بندې شوې دي.