د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل، دا سازمان یوازې د افغانستان وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو حالت نه شي بدلولی او د نړۍ د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري. نوموړي د افغانستان انټرنشنل یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، د بګرام په څېر موضوعات باید د خبرو له لارې حل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې غوښتنه کړې وه، چې د بګرام هوايي اډه دې د امریکا تر کنټرول لاندې شي او طالبانو ته یې خبرداری ورکړی و چې که دا اډه واشنګټن ته ونه سپاري، نو «بدې پېښې به رامنځته شي.»
ټرمپ دا اډه د چین د اټومي فعالیتونو د څار لپاره مهمه بللې وه او که څه هم له ګواښوونکي لهجه یې کار اخیستی؛ خو هیله یې څرګنده کړې وه چې له طالبانو سره به په دې اړه یوه هوکړه وشي.
له خلکو وېره
د ملګرو ملتونو ویاند د افغانستان د انټرنېټ بندېدو په اړه هم محتاطانه غبرګون وښود.
هغه د افغانستان انټرنشنل خبریالې صدف امیري ته وویل، چې انټرنېټ نه یوازې په افغانستان، بلکې په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم له دې امله بندېږي یا محدودېږي، چې طالبان او نورې واکمنې ډلې «د خلکو له غږ څخه وېره لري.»
طالبانو ویلي، چې د فایبر نوري چټک انټرنېټ یې د منکراتو د مخنیوي لپاره بند کړی.
خو د طالبانو دا پرېکړه د افغانستان پر سوداګرۍ او زده کړو باندې سخته ضربه وارد کړې ده.