د کندهار په سپین بولدک کې د شپې له خوا د ځیرک ټلیفونونو پر کارولو بندیز لګول شوی دی

۵۵ دقيقې مخکې

د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، طالبانو د ماښام له لمانځه وروسته پر خلکو د ځیرک ټلیفونونو ګرځول بند کړي . د خلکو په وینا، طالبانو له وړاندې هېڅ ډول خبرداری نه و ورکړی او اوسمهال که څوک له ماښام وروسته له کور څخه ووځي او ځیرک ټلیفون ورسره وي، طالبان یې ترې اخلي.

د سپین بولدک اوسېدونکي اسدالله افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو له خوا چې په شخصي جامو کې ګرځېدل ودرول شو او ټلیفون یې ترې واخیست.

هغه زیاتوي: «په شخصي جامو کې دوو طالبانو زما تالاشي وکړه، دوی زما ټلیفون راڅخه واخیست او راته یې وویل چې سبا به قومندانۍ ته راشې. خو اوس د ټلیفون هېڅ درک نشته؛ طالبان یوه ورځ وایي استخباراتو ته لاړه شه، بله ورځ وایي ولسوالۍ ته ورشه.»

د یادې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی هم ورته تجربه لري او وايي، درې ورځې وړاندې د طالبانو له لوري یې ټلیفون ضبط شوی دی.

ده وویل: «زما څخه یې ماخوستن د دوکان مخې ته ټلیفون واخیسته او راته ویې ویل چې سبا قومندانۍ ته راشه ټلیفون به درکړو، خو تر اوسه مې څو ځایه پوښتنه وکړه، هېڅوک ځواب نه راکوي، ګران بیه ټلیفون مې ورک شو، داسي فکر کوم چې غلو راڅخه وړی دی اوس نه پوهېږو چې دا غله دي او که طالب نظامیان دي.»

د سپین بولدک اوسېدونکي وايي، طالبان یوازې په دې بسنه نه کوي چې ټلیفون واخلي، بلکې د هر چا څخه د ټلیفون رمز یا کوډ هم غواړي.

خلک وایي: «کله چې طالبان له هر چا څخه ټلیفون اخلي نو باید کوډ یې هم ورکړي، دوی کوډ له منځه وړي او د هر څه پلټنه کوي، زموږ شخصي عکسونه، خبرې او اسناد ټول ګوري، دا کار زموږ په شخصي حریم ښکاره تېری دی.»

ځايي اوسېدونکي دا هم وایي، چې دا چلند یوازې د ځیرک ټلیفونونو د کنټرول خبره نه ده، بلکې د خلکو د شخصي ژوند، محرمیت او حقونو ښکاره سرغړونه ده.

د یو شمېر کسانو په باور، طالبان په دې کار سره غواړي ټولنه تر جدي څار لاندې راولي او د هر ډول ازادۍ مخه ونیسي.

د دوی په وینا، د طالبانو له خوا د اخیستل شویو ټلیفونونو یوازې د لږ شمېر کسانو موبایلونه بېرته ورکړل شوي، خو د ډېریو ټلیفونونه ورک شوي او هېڅوک یې مسوولیت نه مني.

د سپین بولدک اوسېدونکي زیاتوي، چې دا یوازې د ځیرک ټلیفون موضوع نه ده، بلکې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو پر ورځني ژوند ګڼ بندیزونه وضع شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې موضوع په اړه سپيناوی نه دی کړی.

د موسیقۍ غږول، د ځینو جامو اغوستل، د ښځو پر زده کړو او کار محدودیتونه او د خلکو په عامو راټولېدنو بندیزونه هغه څه دي، چې د ټولنې فضا یې ډېره تنګه کړې ده.

په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ځیرک ټلیفونونو پر کارولو نوي بندیز د خلکو د ورځني ژوند لپاره یوه بله ستره ستونزه ګرځېدلې ده.

اوسېدونکي شکایت کوي، چې نه یوازې له خپلو وسایلو بې‌برخې کېږي، بلکې د محرمیت د له منځه تلو وېره هم لري.

سره له دې چې طالبان دا ډول تګلارې د امنیت یا «د فساد د مخنیوي» په نوم توجیه کوي، خو د خلکو په نظر دا د ازادۍ او شخصي حقونو ښکاره محدودول دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني جمهوري نظام د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهیر څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د طالبانو رییس الوزرا د دغې ډلې د استخباراتو ادارې په ټولو ریاستونو کې کارکوونکو ته سپارښتنه کړې، چې له ځیرکو ټلیفونونو کار وانه خلي.

طالبانو د ځیرک ټلیفونونو د کارولو له بندیز سره هم‌مهاله په څو ولایتونو کې چټک انټرنېټ هم له څو ورځو راهیسې بند کړی، چې میلیونونه افغانان یې له پراخو ستونزو سره مخ کړي دي.

نور خبرونه

رادیو