په لوګر کې د طالبانو یو شمېر زورواکو حضرت محمد (ص) ته منسوب کمېس او خولۍ له ازري ولسوالۍ څخه د ولایت مرکز پلعلم ته انتقال کړې او هلته پرې ودانۍ جوړوي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکو له هبتالله غوښتنه کړې، چې د خرقې مبارکې لپاره دې د مرکز پر ځای په اصلي سیمه کې ودانۍ جوړه شي.
د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې خرقه مبارکه له ۱۰۳ کلونو راهیسې د احمدزیو قوم اړوند د منګل په دره کې د ملک ادم خان د کورنۍ له خوا ساتل کېده.
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، په ۲۰۲۳ کال کې د محمدالدین شاه محبت په نوم د طالبانو یوه واکمن زورواکي دغه خرقه مبارکه له یادې کورنۍ څخه مرکز ته یووړه او غوښتل یې چې لومړی یې پاکستان ته انتقال کړي، خو د موضوع له افشا کېدو وروسته یې د حقانیانو په مرسته غوښتل ترې سیاسي استفاده وکړي.
د سیمې خلکو زیاته کړې: «طالب قومندان محبت غوښتل دغه خرقه پاکستان ته یوسي، خو کله چې موضوع افشا شوه، بیا یې د حقانیانو په مرسته هڅه وکړه، چې په پکتیا کې د کندهار د خرقې په څېر لویه ودانۍ پرې جوړه کړي، څو ترې سیاسي استفاده وکړي.»
د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د طالب مشرانو له خبرو وروسته د هبتالله ځانګړې قطعې د محمدالدین شاه محبت پر کور عملیات وکړل، هغه یې له خرقې مبارکې سره یو ځای ونیوو او بېوسله یې کړ.
ځایي خلک وایي، چې خرقه مبارکه له هغه وخت راهیسې د لوګر په مرکز کې پاتې شوه او اوس طالبان غواړي هلته پرې ودانۍ جوړه کړي.
د لوګر د ازرې ولسوالۍ د منګل د سیمې اوسېدونکو د طالبانو له لوی مشر هبتالله څخه غوښتنه کړې، چې د خرقې مبارکې لپاره ودانۍ دې په اصلي سیمه یعنې ازرې ولسوالۍ کې جوړه شي، ترڅو ګټه او برکتونه یې د سیمې خلکو ته پاتې شي.
د ځایي خلکو په خبره: «په اوس وخت کې د خرقې مبارکې د انتقال په برخه کې پر موږ لوی ظلم شوی دی. تېرو حکومتونو ان ملا محمد عمر هم د خرقې لپاره درناوی درلود او هېڅ تغیر یې پرې نه دی راوړی. باید په خپله اصلي سیمه کې ورته ودانۍ جوړه شي.»
په لوګر کې د احمدزیو شورا هم ورته غوښتنه لري او په خپلو ناستو کې یې له ولسوالۍ څخه د خرقې د انتقال پر موضوع نیوکې کړې او خپلې اندېښنې یې شریکې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د لوګر د طالبانو مسوولینو خبر ورکړ، چې د هبتالله د ځانګړي حکم له مخې د مرکز پلعالم اړوند د «عبدالله بن مسعود» جامع جومات کې د حضرت محمد (ص) منسوبې خرقې شریفې لپاره د ۳۴ میلیونو افغانیو په لګښت ودانۍ جوړېږي.
د طالبانو د لوګر والي صلاحالدین ایوبي وویل، چې د دې ودانۍ جوړول نه یوازې د لوګر د اوسېدونکو، بلکې د ټولو افغانانو لپاره قیمتي میراث او ویاړ دی.
اوس مهال د ازرې ولسوالۍ خلکو غبرګون ښودلی او ټینګار کوي، چې د خرقې مبارکې لپاره دې دغه ودانۍ د مرکز پر ځای په اصلي سیمه کې جوړه شي.