په کندهار کې یو کس د کورنۍ شخړې له امله خپل زوم وژلی دی

۴ ساعتونه مخکې

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د کورنۍ شخړې له امله یو کس خپل زوم چې د پاپړ په خرڅولو بوخت و، وژلی دی. سیمه‌ ییز طالب چارواکي وايي، دا پېښه د یادې ولسوالۍ د شهید بازار په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، د وژل شوي کس خسر نیول شوی او په اعتراف کې یې ویلي: «خپل زوم مې ځکه وژلی چې تېر کال یې زما لور (چې د وژل شوي کس مېرمن وه) وژلې وه.»

سیمه ییز چارواکي وايي، دواړه کورنۍ د روزګان ولایت اوسېدونکي دي؛ خو په سپین بولدک کې یې ژوند کاوه.

په سپین بولدک او د کندهار په نورو ولسوالیو کې له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي، چې ډېری وخت دا ډول وژنې د کورنیو تاوتریخوالو، د وینې د غچ اخیستنې او یا د ناموسي مسایلو له امله ترسره کېږي.

په افغانستان کې د کورنیو تاوتریخوالو ډېری قربانیان ښځې دي.

د ښځو د حقونو د څار بنسټونو د راپورونو له مخې، د اجباري ودونو، بېوزلۍ او د قانون د نه پلي کېدو له امله کورنی تاوتریخوالی پراخ پاتې شوی دی.

ځینې وخت دا شخړې د وژنو لامل هم ګرځي، چې د دواړو لوریو ترمنځ اوږدمهالې دوښمنۍ زېږوي.

نور خبرونه

رادیو