د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د تماس ډلې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو ترڅنګ، د سوداګرۍ او بانکدارۍ کانالونه بېرته فعال کړي او پر کابل د ترهګرۍ پر وړاندې د عملي او باور وړ اقداماتو لپاره فشار زیات کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د تماس ډلې دغه ناسته د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې پر مهال په نیویارک کې وشوه.
د تماس دغه ډله په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د فوقالعاده غونډې پر مهال په اسلاماباد کې جوړه شوې وه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لوموړي وزیر مرستیال اسحاق ډار د او ای سي د تماس ډلې په لومړنۍ غونډه کې وویل: «افغانستان منزوي نه شی پاتې کېدای، د اسلامي همکاریو سازمان باید بېقید او شرطه بشري مرستې خوندي کړي، د سوداګرۍ او بانکدارۍ سیستمونه بېرته فعال کړي، سیمهییز اتصال پراخ کړي او د نړیوالو ژمنو د عملي کېدو لپاره د خبرو اترو ملاتړ وکړي.»
هغه په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو پر فعالیت جدي اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ چې دا به د سیمې د سولې او امنیت لپاره لوی ګواښ وي.
ډار د یاد سازمان د متخصصینو د یوې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز وکړ، چې د افغانستان د ثبات لپاره روښانه لارنقشه برابره کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې «دوامداره سوله یوازې د صداقت، متقابل احترام او سیاسي ارادې په مټ ترلاسه کېدای شي.»