سرچینې: د طالبانو مشر په کندهار کې درګرده خپل استوګنځای بدلوي

۳ ساعتونه مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو مشر له تېرو دریو ورځو راهیسې په مکرر ډول خپل استوګنځای بدلوي. نوموړی پخوا په منډیګک، عینو مېنه کې د جنرال رازق په کور او کله د کندهار په زړه قول اردو کې اوسېده، خو اوس یې مشخص استوګنځای معلوم نه دی.

د طالبانو لوړپوړي چارواکي د بګرام هوايي اډې په تړاو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته اندېښمن دي.

په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له تېرو دریو ورځو راهیسې خپل د استوګنې ځای په پرله‌پسې ډول بدلوي. سرچینې وايي، « نوموړی کله په منډیګک، کله د جنرال رازق په کور (عینو مېنه) او کله د کندهار د پخوانۍ قول اردو په قرارګاه کې اوسېده، خو اوس یې مشخص ځای معلوم نه دی».

له دې وړاندې هغه هره اونۍ د دیني عالمانو له شورا او قومي سپین ږیرو سره ناستې کولې، خو دا اونۍ کومه ناسته نه ده ترسره شوې.

د سرچینو په باور،هغه په خپله نږدې حلقه کې د هر ډول سمارټ فون او عادي ټیلیفونونو کارول هم منع کړي دي.

سرچینو د تېرې یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، اوس هېڅوک اجازه نه لري چې د هبت الله د اوسېدو ځای او شاوخوا کې عادي موبایل هم وکاروي.

نور خبرونه

رادیو