د بلوچستان سترې محکمې هغه عریضه منلې، چې پهکې تر راتلونکو شپږو میاشتو د افغان کډوالو د نه ستنولو غوښتنه شوې ده. په عریضه کې راغلي، دا مهال زرګونه افغان ماشومان او ځوانان د بلوچستان په ښوونیزو ادارو کې پر زدهکړو بوخت دي چې بېرته ستنول به یې د زدهکړو روان بهیر ګډوډ کړي.
دغه عریضه چې د افغانانو په استازولۍ د سید نظیر اغا په نوم د یوه پاکستاني وکیل له لوري محکمې ته وړاندې شوې وه پهکې راغلي دي، هغو افغانانو چې له پاکستانیانو سره ودونه کړي؛ د اساسي قانون له مخې باید د پاکستان تابعیت ورکړل شي. په عریضه کې له محکمې غوښتنه شوې، چې اړونده چارواکي دې د افغان کډوالو له ستنولو راوګرځوي.
پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د بلوچستان سترې محکمې په عریضه کې د ترتیب شویو لاملونو له اورېدو وروسته اړونده ادارو ته د افغان کډوالو د نه ستنولو په اړه لارښوونې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې په بلوچستان کې چارواکو ویلي و چې د روانې سپټمبر میاشتې راهیسې له دغه ایالته د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ د سپټمبر میاشتې له پیله د روانې میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې تر ۳۰زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډیو او په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران نه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه شوې ده. د راپورونو پربنسټ؛ په تېرو شاوخوا درېیو میاشتو کې تر دوه نیم مېلیونه ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړۍوالو بنسټونو او مرستندویه ادارو د ستنېدونکو افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې افغانستان په یوه وار د دومره لوی شمېر کډوالو د مدیریت وس نهلري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم وړاندې ویلي و، چې په یوه وار له ګاونډیو هېوادونو د افغان ګډوالو ستنول ځورونکی او په ټکو یې لوی ظلم دی؛ خو له دې ټولو سره، سره په پاکستان او ایران کې بېلابېلو حکومتي چارواکو ویلي، چې له خپلې خاورې د هغو افغان کډوالو د ستنولو په اړه جدي دي چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.