له اسلام‌اباد او راولپنډۍ نه تر ۵۰ډېر کډوال افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي

۴ ساعتونه مخکې

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې تر ۵۰ ډېر هغه افغانان چې په دغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل؛ په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. له دې ډلې ۲۱ کسان نارینه، ۸ مېرمنې او ۲۰ ماشومان وو.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو سره لیکلي دي، چې له یادې ډلې دوه کسان د روغتیايي وضعیت د خرابوالي له کبله روغتون ته لېږدول شوي دي. په راپور کې راغلي، په وروستیو کې یوازې په راولپنډۍ کې تر ۳۵۰۰ زیات افغانان نیول شوي چې ټول بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې د امنیتي چارواکو له حوالې راغلي، چې په یادو ښارونو کې به د هغو افغانانو پر وړاندې چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري؛ د نیولو لړۍ دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ له پاکستان نه په خپله خوښه د زرګونه افغانانو د ستنېدو په اړه خبرونه ورکول کېږي. د طالبانو حکومت ویلي، چې یوازې پرون له پاکستان نه تر ۵ زرو ډېر افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو