د سېشنبې په ورځ د بلوچستان په مستونګ کې د کویټې په لور روان پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي د چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شوي دي.
ځایي پولیس چارواکو ویلي، چاودنه هغه مهال شوې چې کویټې ته تلونکی اورګاډی د سپیزینډ سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. له بل پلوه د جعفر اېکسپرېس اورګاډي مسوولینو ویلي، چې د چاودنې پرمهال په اورګاډي کې ۲۷۰ مساپر سپاره وو.