یونېسف وايي، په افغان ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه مخ په پراخېدو ده

AP ۱۴۰۴ تله ۲

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وايي، د افغانستان په ختیځ کې د ویجاړوونکو زلزلو له کبله په ماشومانو کې د خورځواکۍ کچه لوړه شوې ده. دغه بنسټ ویلي، یوازې په تېرو درېیو اوونیو کې په هغو روغتیايي مرکزونو چې دوی یې ملاتړ کوي؛ تر زرو ډېرو ماشومانو درملنه شوې ده.

دغه صندوق نن چهارشنبه (د تلې ۲مه) پر اېکس پاڼه لیکي، چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه کونړ کې د ویجاړوونکو زلزلو له امله د استوګنې زرګونه کورونه نړېدلي، ګڼې کرنیزې ځمکې له‌منځه تللې او په ډېر شمېر کې څاروي تلف شوي دي.

یاد بنسټ زیاته کړې ده، چې د رامنځته شویو ویجاړیو له کبله په ماشومانو کې د خوارځواکۍ کچه د پراخېدو په حال کې ده.

یادې ادارې د یوه تفصیلي راپور له مخې چې درې ورځې وړاندې یې خپور کړی ویلي، چې په کونړ کې د زلزلې له کبله ۸۵۰۰ کورونه نړېدلي او د ارزونو له مخې څه باندې نیم مېلیون کسان اغېزمن شوي دي.

په راپور کې راغلي، که څه هم د نورو مرسته کوونکو بسټونو په همکارۍ یې د ډېرو زیانمنو لاسنیوی کړی؛ خو رامنځته شوې مرګ ژوبله او ویجاړي دومره زیاته ده، چې په پراخه کچه هلو ځلو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق دغه راز ویلي، که څه هم د کونړ له زلزلې څه باندې درې اونۍ اوړي؛ خو لاهم خلک له جدي ننګونو سره مخامخ دي او که بېړني ګامونه پورته نه‌شي، د هوا په سړېدو به خلک له لا زیاتو کړاوونو سره مخامخ شي.

د افغانستان په ختیځ او بیا په ځانګړې توګه په کونړ ولایت کې (د اګسټ میاشتې په ۳۱مې نېټې) د رامنځته شوې زلزلې اغېزې ورځ تر بلې څرګندېږي. د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې؛ په کونړ کې د وروستیو زلزلو له کبله ۲۲۰۵ کسان مړه او له ۳۶۴۰ زیات ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو