د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سېشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د قطر، سعودي عربستان، مصر، اندونیزیا، ترکیې او پاکستان په ګډون د عربي او ځینو نورو هېوادونو له مشرانو سره لیدلي او دا یې د یادې ورځې «تر ټولو مهمه لیدنه» بللې ده.
ټرمپ په دې اړه خبریالانو ته ویلي: «دا زما تر ټولو مهمه ناسته وه. ما نورې مهمې ناستې هم لرلې او زه نه غواړم چې چا ته سپکاوی وکړم؛ خو د هغو ۳۲ ناستو څخه چې ما لرلې، دا زما لپاره تر ټولو هغو مهمه وه.» ټرمپ تر یادې ناستې وړاندې خبریالانو ته ویلي و، چې هغه به د غزې په اړه «ډېره مهمه ناسته» ولري.