عبدالحکیم حقاني: په افغانستان کې داسې اسلامي نظام حاکم دی چې اسلامي نړۍ یې غوښتونکې ده

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د سې‌شنبه په ورځ د بنګله دېش د عالمانو له یوه پلاوي سره په کتنه کې وویل، په افغانستان کې داسې اسلامي نظام حاکم شوی چې ټوله اسلامي نړۍ یې غوښتونکې ده. اخو، ډېریو اسلامي هېوادونو له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده کړو د دوام اجازه ورکړي.

د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې عبدالحکیم حقاني وویل چې له ډېرو کلونو جګړو وروسته په افغانستان کې داسې اسلامي نظام جوړ شوی، چې اوس یې ټول اسلامي هېوادونه په خپلو هېوادونو کې د تطبیق غوښتنه لري.

په داسې حال کې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې نجونې او ښځې د زده کړو او کار اجازه لري، خو په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو او همداراز ښځې د کار اجازه نه لري.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان چې کابو ټول اسلامي هېوادونه یې غړیتوب لري په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې د نجونو د زده کړو د دوام او همداراز ښځو ته د کار د دوام اجازه ورکړي.

عبدالحکیم حقاني زیاته کړه: «له ډېرو کلونو جګړو او کړاوونو وروسته په افغانستان کې د ولس له غوښتنې سره سم یو بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی دی، داسې نظام چې د افغانانو د قربانیو نتیجه ده او نن ټوله اسلامي نړۍ په خپلو هېوادونو کې د داسې نظام د تطبیق غوښتنه لري.»

د بشري حقونو نړۍوال بنسټونه وايي، د طالبانو محکمې یوازې د ښځو د ځپنې لپاره جوړې شوي، خو عبدالحکیم حقاني وايي چې د اسلامي نظام له مهمو موخو څخه د عدل رامنځته کول دي.

د یادونې وړ ده، چې له هبت الله اخوندزاده سربېره عبدالحکیم حقاني داسې کس دی چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له لوري یې د بشري حقونو د نقض په تړاو د نیولو حکم صادر شوی دی.

نور خبرونه

رادیو