اماني جمال: افغانستان د طالبانو تر واک لاندې له جدي سیاسي او انساني بحران سره مخ دی

۴۷ دقيقې مخکې

د پرینسټون پوهنتون د عامه نړیوالو چارو پوهنځي مشرې اماني جمال، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوې ناستې ته ویلي، چې د افغانستان د راتلونکي د ثبات او شمولیت لپاره د ملګرو ملتونو د کړنلارې پیاوړتیا او اصلاح خورا اړینه ده.

اغلې جمال وویل: «افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د سیاسي کړکېچ، د بشري حقونو پراخ نقض، اقتصادي ګډوډۍ او د خلکو د هر اړخیزو کړاوونو ښکار دی. نن د هر وخت په پرتله ډېره اړتیا ده چې نړیواله ټولنه د یوه داسې ګډ چوکاټ له مخې پر افغانستان تمرکز وکړي، چې ټول افغانان پکې د ګډون احساس وکړي.»

هغې د پرینسټون پوهنتون د افغانستان د سیاست د څېړنیز لابراتوار فعالیتونو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې دا مرکز د ګڼو څېړنیزو راپورونو په خپرولو، له ۳۰ډېر نړیوالو غونډو په جوړولو او له ۱۵ډېر افغان څېړونکو او همکارانو په مېزبانۍ سره هڅه کړې، چې د افغانستان د وضعیت د څېړنې او د سیاست‌ جوړونې د بحثونو لپاره یوه علمي زمینه برابره کړي.

اماني جمال د ملګرو ملتونو د «موزاییکي» یا متنوع تګلارې په اړه هم وغږېده او هغه یې د افغانستان د ستونزو په حل کې یو بالقوه مسیر وباله؛ خو ټینګار یې وکړ، چې دغه تګلاره باید له جدي بیا کتنېسره مخ شي، څو د شمولیت، شفافیت او حساب ورکونې ضمانت پکې موجود وي.

د پرینسټون پوهنتون د عامه نړیوالو چارو پوهنځي مشرېپه پای کې زیاته کړه، چې د نړیوالو تعاملاتو پراختیا او له څو اړخیزو بنسټونو، په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو سره ګډ کار د دې پوهنتون له ستراتیژیکو ستنو څخه دی.

د هغې په خبره، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په څنډو کې د دې ډول ناستې ترسره کېدل د نړیوالې ټولنې سره د اغېزمنو او رغنده خبرو اترو د هڅو یوه بیلګه ده.

نور خبرونه

رادیو