د کاناډا استازی: په افغانستان کې د طالبانو رژیم ناورین زېږونکې ټولنیزه ازموینه ده

۴۴ دقيقې مخکې

په ملګرو ملتونو کې د کاناډا استازي باب ري، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوې ناستې ته ویلي، چې د طالبانو اداره په افغانستان کې د «اپارتاید رژیم» بڼه لري او د ټولنې د وېش لپاره له جنسیت څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان هڅه کوي په افغانستان کې یو داسې حکومت او ټولنه جوړه کړي چې ښځې پکې هېڅ ونډه ونه لري.

د هغه په وینا، ښځې په منظم ډول له اساسي حقونو بې‌برخې کېږي او له ژوند د ټولو ډګرونو شړل کېږي.

باب ري،د طالبانو اوسنی چلند یو «ناورین زېږونکې او د تاوتریخوالی ډکه ټولنیزه ازموینه» وبلله او څرګنده یې کړه، چې دا د جنسیت پر بنسټ د ټولنې د کمزوري کولو او وېش روښانه بېلګه ده.

هغه د افغانستان وضعیت د ایران له شرایطو سره هم پرتله کړ او ویې ویل: «په ایران کې سره له دې چې ځینې محدودیتونه شته، خو د ټولنې په طبي، علمي او حقوقي برخو کې د ښځو ګډون اړین دی. خو طالبان هڅه کوي ټولنه په بشپړه توګه بې له ښځو اداره کړي.»

د کاناډا استازي ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د طالبانو د واکمنۍ د پایلو او لګښتونو په اړه له نړیوالو چارواکو او نورو اړخونو سره خبرو ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه چې د دې وضعیت د ګواښونو درک کول خورا مهم دي.

نور خبرونه

رادیو