لطف الله خیرخواه: د اسیا یو هېواد تل په سیمه کې د جګړې جوړولو کوښښ کوي

۳ ساعتونه مخکې

ملګرو ملتونو کې د افغانستان په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر له وینا او له ټرمپ سره یې تر لیدنې وروسته یو شمېر طالب چارواکي اندېښمن شوي دي.

له دغو چارواکو د افغانستان بانک د نظارت او مالي خدمتونو مشر لطف الله خیرخواه وايي، په اسیا کې یو هېواد دی چې سیمه کې د جګړې جوړولو هڅې کوي.

له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ۳ ځلي امریکا ته سفر کړی او د ډونالډ ټرمپ په ګډون یې له یو شمېر سیاسي او ملکي چارواکو سره خبرې کړي او همداراز د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د افغانستان په تړاو د پاکستان د لومړي وزیر له وینا او ورپسې له عاصم منیر سره یو ځای له ډونالډ ټرمپ سره لیدنې یو شمېر طالب چارواکي وارخطا کړي دي.

یو له دغو طالب چارواکو د افغانستان بانک د نظارت او مالي خدمتونو مشر لطف الله خیرخواه چې تر دې مخکې د لوړو زده کړو وزارت مرستیال و پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وايي، په اسیا کې یو هېواد دی چې په سیمه کې د جګړې جوړولو هڅې کوي.

پاکستان چې په دومره صراحت د افغانستان د مسایل په تړاو خبرې کوي، خو طالب چارواکي بیا دومره په خپلو خبرو کې صریح نه دي او دغه وضعیت ګڼې پوښتنې رامنځته کړي دي.

لطف الله خیرخواه د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، «د اسيا يو هېواد چې تل من حيث دولت اجاره کېږي، سيمه کې د ملېشې کردار لوبولو ته ټټر وهي او سيمه کې د جګړې جوړولو کوښښ کوي.»

نوموړي په ګواښوونکي ډول ویلي، چې دا ځل به پیل کړې جګړه تاسو هم «لوڅوي» او سیمه به بېرته پخواني طبیعت ته ګرځي او زیاتوي، «واورئ!تاسو پيل کړې جګړه به دا ځل تاسې لوڅوي، اوبه به ستاسې پر شګلنو ورخونو اړوي او سيمه به بېرته پخواني طبيعت ته ځي.»

هغه همداراز زیاته کړې، «افغانستان حادثه نه ده، د تاريخ تسلسل دى!»

سره له دې چې لطف الله خیرخواه په اسیا کې د دغه هېواد نوم نه دی اخیستی، خو له خبرو داسې ښکاري چې موخه یې پاکستان دی، ځکه خیرخواه د خپلو خبرو په پای کې وايي، «سیمه به بېرته پخواني طبیعت ته ځي.» دا په دې معنا چې له افغانستان څخه بېله شوې خاوره به هم بېرته د افغانستان په کنټرول کې راشي.

تر دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي هم پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي، ، د لرې او نږدې غلیمانو د «نوک» ځواب به په «سوک» ورکړي. هغه همداراز هغو کسانو ته چې غواړي د نورو په مټ په افغانستان کې اور ته لمن ووهي خبرداری ورکړی چې د هېواد د دفاع لپاره د پرون او وړمې ورځې په څېر چمتو دي.

مهاجر فراهي:د لرې او نږدې غلیمانو د نوک ځواب په سوک ورکوو | افغانستان انټرنشنل پښتو

له دې سره سم، په پاکستان د افغانستان پخوانی ډيپلوماټ او د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي په خپله یوه مقاله کې په تېرو درېیو میاشتو کې امریکا ته د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر درېیو سفرونو او همداراز د شهباز شریف په ګډون له ډونالډ ټرمپ سره یې لیدنې ته په اشارې سره وايي، «دغه لیدنې او کتنې عادي مه ګڼۍ، زما په باور په افغانستان کې یوه نوې لوبه پیلېدونکې ده. دغه لوبه به هم له امریکا سره په همغږۍ ترسره شي.»

د نوموړي په باور، ښايي په دې لوبه کې د طالبانو اوسنی مشر څنډې ته شي او «نرم» کسان به چې اسلام اباد او واشنګټن ته د منلو وي او په ټوله کې په افغانستان کې واک داسې ډلې ته سپارل کېږي چې له نړۍوالې ټولنې سره ښه تعامل وکړلای شي او ورسره جوخت د پاکستان ژیوپلیتیک او د امریکا امنیتي ګټې خوندي کړي.

سره له دې چې، په سپينه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره د پاکستان د لومړي وزیر او د پوځ د مشر د وروستۍ لیدنې په تړاو بشپړ معلومات او په ځانګړې توګه دا چې د افغانستان د وضعیت په تړاو یې څه ویلي، نه دي خپاره شوي، خو تر دې مخکې شهباز شریف د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پرمهال له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو او د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر ضد کار نه اخېستل کېږي.

شهباز شریف له طالبانو د بشري حقونو او د ښځو حقونو د درناوي غوښتنه وکړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه همداراز پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د هغو ډلو پرضد اقدام وکړي چې د نوموړي په وینا له افغانستان څخه فعالیت کوي.

نور خبرونه

رادیو