منیژه باختري: د افغان ښځو وضعیت باید د نړۍوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي

۱ ساعت مخکې

په اتریش کې د افغانستان سفیرې منیژې باختري د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) د اتریش د ښځو، ساینس او څېړنې له فډرالي وزیرې ایوا ماریا هولزلېتنر سره په کتنه کې ویلي، د افغان ښځو وضعیت باید د نړۍوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي ځکه چې دغه قشر په سیستماتیک ډول له ټولنې حذف کېږي.

په اتریش کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، مېرمن باختري په دې کتنه کې له افغان ولس او په ځانګړي ډول له افغان ښځو او نجونو سره چې د طالبانو له بې ساري محدودیتونونو سره مخ دي له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه.

منیژې باختري همداراز په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې افغان ښځې او نجونې له خپلو بنسټيزو انساني حقونو له زده کړو او کار څخه نیولې بیا د تګ راتګ تر ازادۍ او ټولنیز ژوند پورې بې برخې دي.

نوموړي وویل، «د افغان ښځو وضعیت باید د نړۍوالې ټولنې له پامه ونه غورځول شي ځکه چې دغه قشر په سیستماتیک ډول حذفېږي.»

ایوا ماریا هولزلېتنر په دې کتنه کې د افغان ښځو له حقونو خپل ملاتړ څرګند کړ.

نړۍوالې ټولنې په وار وار له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې بشري او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو حقونه رعایت کړي، خو طالبانو بیا ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو حقونه خوندي دي.

نور خبرونه

رادیو