د طالبانو تر واک لاندې ارګ ویلي، چې د دې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قطر سفیر سره د مخه ښې ناسته کې له قطري پانګوالو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د کرنې، انرژي او کانونو د استخراج په برخو کې پانګونه وکړي.
د قطر سفیر هیله څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې تر پخوا زیاتې پراخې او پیاوړې شي.
د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په دې ناسته کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په برخه کې د سعید بن مبارک الخیارین د کړنواو فعالیتونو مننه کړې او ویلي یې دي، چې دا مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د سوداګرۍ او پانګونې ښې زمینې برابرې دي.
هغه زیاته کړې، « د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړي ډول د قطر هېواد له پانګوالو غواړو چې په افغانستان کې د کرنې، انرژي او کانونو رااېستلو په برخو کې پانګونه وکړي».
دوه ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په افغانستان کې د قطر سفیر سعيد بن مبارک الخيارين ماموریت پای ته رسېدلی. نوموړي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سره د مخه ښې لیدنه هم کړې دو.
قطر د طالبانو او نړۍ ترمنځ د پل حیثیت لري او له دې ډلې سره نژدې اړیکې پالي.
طالبانو د نوي سفیر د راتک او ګومارنې په اړه څه نه دي ویلي.