د طالبانو د فرامینو او احکامو لوی رییس شمس الدین شریعتي وايي، هېواد ته بېلابېل بې کیفیته مواد واردیږي او باید دا کچه تر یوې سلنې راټيته شي.
هغه ویلي، چې دا ستونزه له تېرې ادارې په ميراث پاتې ده.
د طالبانو د نیمروز ولایت د والي رسنیز دفتر نن سې شنبه د تلې لومړی نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې ددې ډلې د فرامینو او احکامو لوی رییس شمس الدین شریعتي په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي د بېکیفیته تېلو او نورو وارداتي توکو د مخنیوي او د هبت الله د فرمانونو د پلیتابه په موخهنیمروز ولایت ته سفر کړی.
شریعتي په خپلو خبرو کې ویلي، چې د بېکیفیته تېلو واردات د خلکو ژوند او اقتصاد ته جدي زیان رسوي، او دا کار یوازې د یو شمېر مشخصو تجارانو په ګټه او د میلیونونو افغانانو په تاوان تمامېږي.
په همدې حال کې د طالبانو مرستیال والي تورجان احمدي په خپله وینا کې ویلي، چې د ملا هبت الله فرمان یې په بشپړ ډول تطبیق کړی.
نوموړي زیاته کړه، چې د بېکیفیته تېلو، درملو، تعمیري موادو، انساني قاچاق، نشهيي موادو او نورو غیرقانوني چارو پر وړاندې د ولایتي ادارو له لوري جدي اقدامات شوي، او په څرګند ډول په دې برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.