منظور احمد پښتین: د افغانانو جبري شړلو پر ضد به خپلو هڅو ته دوام ورکړو

۵ ساعتونه مخکې

په داسې حال کې چې په پاکستان کې مېشت افغان کورنۍ د نیول کېدو او شړلو له وېرې له سختو ستونزو سره مخ دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي، پښتانه ځوانان باید د افغانانو د جبري ایستلو پر ضد پرلپسې هڅې وکړي.

هغه د جمعې په ورځ (د تلې ۴مه) په خپله فېسبوک پاڼه د پاکستان پر دغې چارې په نیوکو سره پر پښتنو او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو غږ کړی، «د بر وطن افغانانو جبري اېستلو پر ضد، پښتانه ځوانان په ځانګړي ډول د تحریک ملګري په مسلسل ډول هڅې کوئ او غږ پورته کوئ.»

د راپورونو له مخې، دمګړۍ په پاکستان کې مېشتې کورنۍ د پولیسو له لوري د نیول کېدو له وېرې ان د درملنې لپاره روغتونونو ته هم نه ځي.

له پاکستان او ایران څخه اېستل کېدونکي افغانان په افغانستان کې د ژوند کولو لپار هېڅ امکانات نه لري او ډېری دغه کورنۍ را روان ژمي ته سخت اندېښمن دي.

له دې سربېره منظور پښتین پر پښتون مېشو سیمو د پاکستان د پوځ د کړنو پر خلاف د سوات پاڅون ستایلی او په وینا یې د بکاخېل غونډې د پرېکړې پر بنسټ به ۳ ورځې وروسته په بنو کې ورته پاڅون راووځي.

نوموړي زیاته کړې، «د روان ظلم او جبر پر خلاف او د یولسم اکتوبر د جرګې د یاد او بېرته متحد کېدلو د اړتیا په اړه به د پي ټي ایم امریکا له اړخه د اکتوبر په ۱۹مه په ټېکساس، امریکا کې یوه لویه جرګه کېږي.»

هغه له پښتنو او په ځانګړې توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړو غوښتي چې له پاکستان څخه په جبري توګه د افغانانو د اېستنې پر ضد او همداراز په قبایلي سیمو کې د شویو ظلمونو، راکټونو ورونې او ډرون بریدونو په تړاو په پرلپسې توګه خپلو هڅو او غږ پورته کولو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې تېره یکشنبه (د وږي ۳۰مه) په تیراه کې د پاکستاني جېټ الوتکو په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ولسي وګړي ووژل شول.

نور خبرونه

رادیو