فایق: افغانستان د ملګرو ملتونو په اتیایمه عمومي مجمع کې ګډون لري، خو د وینا حق نه لري

۳ ورځې مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق وايي، افغانستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې د مشروع او قانوني حکومت د نه لرلو له امله په دغه ډول نړۍوالو غونډو کې د وینا حق نه لري او یوازې ګډون کولی شي.

په دغه ډول نړۍوالو غونډو کې د هېوادونو ولسمشران، رهبران او یا هم لږ تر لږه د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوي او د خپل ولس د سوکالۍ او پرمختګ لپاره د خپلو ملي پروګرامونو، ستونزو او د ملګرو ملتونو د منشور او همداراز په نړۍواله کچه د ناورینونو او حل لارو په تړاو خپل دریځ بیانوي.

نصیر احمد فایق د ملګرو ملتونو د اتیایمې عمومي مجمعې په څنډه کې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، افغانستان د روان کال په ګډون له څلورو کلونو راهیسې په دغه ډول نړۍوالو مهمو غونډو کې یوازې حضور لري او د قوانینو له مخې د وینا حق نه لري، ځکه په افغانستان کې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې مشروع او قانوني حکومت نشته او له همدې امله افغانستان منزوي شوی دی.

فایق زیاتوي: «په افغانستان کې اوس یوه متحجره ډله حاکمه ده چې په خواشینۍ سره نه بشري قوانینو، نه ملي قوانینو او نه هم د افغانانو ګټو ته ژمنه ده او د طالبانو د دغو پالیسیو له امله افغانستان منزوي شوی دی.»

د نوموړي په وینا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د ملګرو ملتونو په نورو جانبي غونډو او همداراز کله چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه ولري، ګډون او ویناوې لري.

د فایق په وینا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ به د دغه سازمان په جانبي غونډو کې د درېیو مسایلو لکه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول، د طالبانو د پالیسیو ارزونه او نقد او د بشري حقونو د نقض په تړاو ځواب ورکړې ته د طالبانو د اړ کولو په تړاو خبرې وشي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د حق السهمیې د نه ورکړې له امله یې د رایې ورکړې حق ځنډول شوی دی.

نصیر احمد فایق په دې مرکه کې په ډاګه کړه، چې د طالبانو د لومړي کال د حاکمیت پر تله اوس د ډېریو هېوادونو په دریځ کې پراخ بدلون راغلی او په وینا یې په هغه وخت کې یو شمېر هېوادونه د طالبانو بیا ځلي حاکمیت ته خوشبینه و او په یو ډول یې ترې ملاتړ کاوه، خو اوس «ان له دوی سره د تعامل په اړه شک لري او ټينګار کوي، چې د افغانستان مسایلو ته د رسېدنې په اړه باید منسجمه پالیسي جوړه شي.»

هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانستان د سخت دریځۍ پر لوري روان کړای شوی او پکې شته ترهګرې ډلې د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

طالبان بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق خپل استازی نه ګڼي او له ملګرو ملتونو یې په وار- وار غوښتي، چې دغه څوکۍ د دوی استازي ته وسپاري، څو په دغه ډول غونډو کې د دوی دریځ له نورو سره شریک شي.

نصیر احمد فایق چې په افغانستان کې د جمهوري دولت پر مهال په ملګرو ملتونو کې د دایمي استازولۍ مرستیال و، له څه باندې څلورو کلونو راهیسې د دغې استازولۍ سرپرست دی او لا هم پر دغې دندې پاتې دی.

نور خبرونه

رادیو