ډونالډ ټرمپ: په اوو میاشتو کې مې ۷ جګړې پای ته ورسولې

۴ ورځې مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې وویل، چې په ۷ میاشتو کې یې په نړۍ کې اووه جګړې پای ته ورسولې او په امریکا کې یې ۷ تریلیون ډالره پانګونې ته لاره پرانېستې ده.

ټرمپ په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو پر رول نیوکې وکړې، چې د جګړو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

ټرمپ وویل، « د امریکا طلايي عصر دی ، تورم مو مات کړی او بیې کمې شوې، تولید او وده ډېره شوې».

هغه وویل، « زما دوره کې ۷ تریلیون ډالره پانګونه شوې ده په داسې حال کې چې د بایډن دوره کې یو تریلیون شوې وه. امریکا مو د کسب کار کې پرمختک شوی، کولای شئ امریکا کې پانګونه وکړئ».

هغه د کډوالو په اړه وویل، چې د بایډن دوره کې رواني ناروغان او د نړۍ له هرځایه قاچاق وړونکي راتلل، خو اوس چې څوک غیر قانوني راځي، بېرته یې لیږي او پوهیږي چې څه ورسره کیږي.

هغه وویل، « نور هېوادونه هم باید دا ډول چلند وکړي. ناټو غړو زما په غوښتنه خپله بودجه لوړه کړه، منځنۍ اسیا ته لاړم، سعودي او نور هېوادونه اوس تر هر بل وخت ډېر له امریکا سره نږدې دي».

نور خبرونه

رادیو