د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي سوداګریز پلان له مخې له برېټانیا نه متحدو ایالتونو ته پر وارېدونکو درملو باندې ۱۰۰ سلنه تعرفې لګوي.
په راپور کې راغلي، تر هغې چې برېټانوي شرکتونه په امریکا کې د تولید فابریکې جوړې نه کړي ممکن د تعرفې کچه به همداسې لوړه وساتل شي. د رویټرز د معلوماتو پربنسټ بریتانیوي درمل د امریکا د اړتیا وړ د ټولو درملو څه باندې درې سلنه جوړوي.