ایران له جرمني، فرانسې او برېټانیا نه خپل سفیران بېرته تهران ته بللي

۱ ساعت مخکې

د ایران مهر دولتي خبري اژانس ویلي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیا پیل له امله تهران خپل جرمني، فرانسې او برېټانیا نه خپل سفیران بېرته راغوښتي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر ایران د نړیوالو بندیزونو د مخنیوي لپاره د روسیې او چین هڅې بریالی نه شوې او ایران بیا د نړیوالو بندیزونو له ګواښ سره مخامخ دی.

په امنیت شورا کې په دې تړاو ترتیب شوي پریکړه لیک کې له ۱۵ غړو هېوادونو یوازې ۴ هغو له ایران ملاتړ وکړ.

نور خبرونه

رادیو