نوی زیلانډ وايي، د اوس لپاره د فسلطین دولت په رسمیت نه پیژني

۱ ساعت مخکې

د نوي زیلانډ د بهرنیو چارو وزیر وینس پیټرز د ملګرو ملتونو عمومۍ اسمبلۍ غونډې ته په خبرو کې ویلي چې د ځینو لاملونو له کبله د اوس لپاره د فلسطین دولت په رسمیت نه پیژني.

نوموړي د حماس له لوري د بریدونو دوام او د غزې د راتلونکې وضعیت په اړه نامعلوم وضعیت په رسیمت د فلسطین د نه پيژندنې د لویو لاملونو په توګه یاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د ځینو اروپايي هېوادونو سربیره یو شمېرو هېوادونو د فلسطین دولت په رسمیت پيژندلی دی.

نور خبرونه

رادیو