د طالبانو ویاند له العربیه سره په مرکه کې ویلي چې «د بګرام اډه د افغانستان برخه ده، نه د چین ده او نه هم د امریکا.»
نوموړي ویلي: «امریکایان باید له افغانانو سره په ډېپلوماټیک او منطقي ډول چلند وکړي.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وږي پر ۳۰مه خبرداری ورکړ، چې متحده ایالات غواړي بګرام اډه ژر تر ژره بېرته ترلاسه کړي . هغه ویلي: «که دا کار ونه شي بدې پېښې به وشي»
طالبانو په ځواب کې وویل، چې واشنګټن دې د دوحې تړون ته ژمن واوسي، ځکه امریکا ددوحې په تړون کې منلې، چې له ځواک او ګواښ څخه به کار نه اخلي.
د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت وویل، چې دوی له هېچا وېره نه لري او د یوې لوېشتې خاورې پر سر هم تعامل نه کوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راز ویلي، « د افغانستان خلک به د خپلې خاورې په یوه برخه کې د امریکايي ځواکونو حضور ونه مني».
د بګرام اډه په افغانستان کې د امریکا تر ټولو ستره نظامي اډه وه. دا اډه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ورغله.