عکس: ارشیف

عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اوتنبایوا له خدماتو په مننې سره هغې ته د بریا هیله وکړه

۳ ورځې مخکې

د طالبانو اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن مازدیګر (سې شنبه د تلې لومړۍ) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره د مخه ښې کتنه وکړه او د هغې له خدماتو یې په مننې سره ورته د بریا هیله وکړه. په افغانستان کې د روزا اوتنبایوا ۳ کلن ماموریت پایته رسېدلی دی.

عبدالسلام حنفي په دې مخه ښې کتنه کې وویل، په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره زیات اړمن خلک شته او لازمه ده، چې دې برخې ته مسوول نړۍوال بنسټونه پام وکړي.

حنفي همداراز په بېلابېلو برخو کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د دوی له لورې د وړاندې شویو خدماتو یادونه وکړه او له نړۍوالو مسوولینو یې هم وغوښتل، چې له راستنېدونکو هېوادوالو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، روزا اوتنبایوا هم په خپلو خبرو کې له افغانانو او په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو او د کونړ له وروستۍ زلزله ځپلو سره د دغه سازمان د بشرپاله همکاریو د دوام یادونه وکړه او ویې ویل: «د ملګرو ملتونو مسوولین هڅه کوي مهاجرینو او زلزله ځپلو ته لا زیاتې مرستې برابرې کړي.»

له دې سره سم، په پراختیايي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي اندریکا راتوته وویل، دغه سازمان تر اوسه د کونړ زلزله ځپلو ته د پام وړ مرستې رسولي او دا چې د ژمي فصل په رانږدې کېدو دی: «لازمه ده هغوی ته د سرپناه برابرولو په برخه کې فوري اقدامات وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا ماموریت د وږي په ۱۴مه پای ته ورسېد.

نوموړې څه موده مخکې د دغه سازمان امنیت شورا ته په خبرو کې د افغانستان د بحراني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ او زیاته یې کړه، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز له امله اوس یو بشپړ نسل د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
هغې وویل، چې د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان وروستۍ سروې ښيي چې د افغانستان اکثریت خلک د نجونو پر زده‌کړو د بندیز مخالف دي. د نړۍوال بانک اټکل هم ښيي چې دغه بندیز هر کال د هېواد اقتصاد ته ۱،۴ میلیارد ډالر زیان رسوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې په هرو درېیو میاشتو کې امنیت شورا ته د افغانستان او په ځانګړې توګه د بشري او ښځو د حقونو په تړاو راپور ورکاوه او په هغو راپورونو کې د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د نقضېدو په تړاو معلومات وړاندې کېدل او ډېری وخت به د طالبانو له لوري د ناسمو معلوماتو پر خپراوي تورنېده او ان د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ورسره د هر ډول همکاریو پرېکون هم اعلان کړ.

د یادونې وړ ده، چې ارګ د دغې مخه ښې کتنې له خپرپاڼې سره هېڅ عکس یا ویډیو تر اوسه نه ده خپره کړې، ګنې تر دې مخکې د عبدالسلام حنفي د هر ډول لیدنو په تړاو عکس او یا هم ویډیو خپرېده.

نور خبرونه

رادیو